د چاپیریال له ککړتیا څخه د مخنیوي لپاره دې د عمومي پوهاوي کچه لوړه شي

د چاپیریال ککړتیا اوس په هیواد کې د یوه لوی ګواښ بڼه غوره کړې او که یې په عملي توګه مخه ونه نیول شي هیواد او ولس ته به ډیر ناوړه زیانونه ورسوي.

چاپیریال د خدای ج ورکړه ده، چې د موجوداتو، منابعو، عواملو او د هر ژوی په خوا او شا کې د همغږۍ شرایطو له ټولګې څخه رامنځ ته کیږی.

 چاپیریال د انسان د اړتیاوو پوره کولو او ژوند ځای دی او هره ورځ چې تیریږی ارزښت یې لاپسې زیاتیږی. خو له بده مرغه دا مهال انسان په دې خاورینه کره کې له طبیعی منابعو څخه له حده د زیاتې ګټې اخیستو، په خاوره، اوبو او هوا کې د خطرناکه ککړتیاوو رامنځ ته کولو له امله، د له منځه‌ تلو ګواښ سره مخ کړی دی. 

د هوا ککړتیا د انسانانو د زغم ګراف ښکته بیایي او د صبر کاسه یې ډکوي او د هوا ککړتیا په اوږد مهال کې د انسان د تنفسي، عصبي او د زړه د ناروغیو لامل کېږي.

د چاپېریال پاکول یوازې د اړوندو ادارو کار هم نه دی، بلکې په دې برخه کې د عامو ښاریانو مرسته هم یو له مهمو فکټورونو څخه ده، چې باید د خپلې ګډې همکارۍ له مخې د ښار هوا پاکه او د ککړې هوا قرباني را قابو کړي. 

دغه راز څو چې د ښارګوټو، هوټلونو، د خښتو د بټیو، حمامونو او نورو دود تولیدوونکو بټیو مالکان د چاپېریال ساتنې ادارې له دریځ سره مرسته ونکړي، د ښاري ککړتیا مهارول به خورا ستونزمن وي.

فرهنګ له چاپیریال څخه د ساتنې او د باثباته پراختیا اصلی لامل او ماشین شمېرل کیږی. هغه مهال به په چاپیریال ساتنه کې ښه‌والی راشی، چې د انسان طبیعی او فرهنګی چاپیریال سره وتړل شی.

د یوې ټولنې په ټولو برخو کې د چاپیریال ساتنې اخلاقو ته اړتیا ده. فرهنګ د هراړخیزې پرمختیا د اصلی جوړښت او ریښې بڼه لری او هغه مهال د یوې ټولنې لپاره د پرمختګ او دوام تمه کېدی شی، چې دغه جوړښتونه په اصولی توګه ترسره شوی وی. له بده مرغه زیات شمېر افغانان د چاپیریال ساتنې فرهنګ په برخه کې له یو لړ ننګونو سره مخ دی.

د چاپیریال له ککړتیا څخه د مخنیوی لپاره دې د ټولنې په هره برخه کې د عمومی پوهاوی کچه لوړه شی.
په ښارونو او کلیو کې دې د چاپیریال ساتنې او د ټولنیزو اخلاقو بنسټیزه کولو په موخه لاډېرې هڅې وشی.

په چاپیریال ساتنه کې د مسوولیت منلو حس پیاوړی کولو، د همکارۍ روحیې غښتلی کولو او د هېواد په هره سیمه کې د چاپیریال ساتنې فرهنګ دود ګرځولو ته دې ځانګړی پام وشی.

همدارنګه رسول الله (ص) فرمایي: (کامل مسلمان هغه دئ، چي د هغه د ژبي او لاس د ضرر څخه مسلمانان محفوظ وي. 

که چيري یو مسلمان تر اندازې زیات حیوانان ښکار کړي، یا وني و رېبي نو هغه چاپېریال ته زیان رسوي او زیانمن چاپېریال بیا انسانانو ته زیان رسوي.

ځیني نور عوامل چي چاپېریال ککړوي، هغه رسول الله (ص) داسي بیان کړي دي: «ځانونه د هغو ځايونو څخه و ساتئ، چي لعنت پر ويل کيږى: اول په لارو او کوڅو کي قضائي حاجت کول، دوهم د درختو تر سايو لاندي  قضائي حاجت کول اودرېیم د لويو لارو په مابين ( يعني ګلدانونو کي) قضائي حاجت کول). 

که چيري هر مسلمان اسلامي اصول پر ځان کي عملي کړي او د خپل چاپېریال خیال وساتي، نو د ټولي نړۍ انسانان به پاکه هوا، خوږې اوبه، مکمل خواړه، روغ صحت او ارام ژوند ولري.