د چاپیریال ساتنه د هر انسان مکلفیت دی

زموږ ژوند کې د ټولنیزو ارزښتونو په پام کې نېول او ورته درناوی یوه تر ټولو مهمه او اړېنه دنده ده، چې په تر سره کولو سره یې زموږ ژوند ښکلی، آرام او اسوده کېږي او د نورو ټولنو وګړي هم په همدې خاطر راته درناوی کوي او ارزښت راکوي.

په ټولنه کې ژوند کولو سره یو ځای باید موږ ټولنېز ارزښتونه هم خپله درانه وبولو او ارزښت ورته وکړو او هم خپلو اولادونو ته د هغوی په اړه بشپړ او کره معلومات ورکړو.

د ژوندانه د ژوند ډولونه چې موږ یې غوره کوو زموږ د ژوند کیفیت لپاره خورا مهم دی. د هغو محصوالتو څخه چې موږ یې د هغو ځایونو اخیستلو لپاره غوره کوو چې موږ یې غوره کوو. یوځل چې موږ پوهیږو چې موږ کار کوو زموږ انرژی زموږ د ژوند نورو برخو ته لیږدول کیږي چې اړتیا ته اړتیا لري او زموږ د پریکړو سره خوشحاله یو، موږ د دوی ټاکل شوي سیمې په اتوماتيک ډول وساتو.

د ټولنېزو ارزښتونو له ډلې یو مهم هغه دا دی، چې خپل چاپېریال پاک وساتو او خوندېتابه ته یې په ګډه سره لاس په کار شو او خپلې هڅې ګړندۍ کړو.

انسان ددې حق نه لري، چي دطبعیت څخه خپل پر سر ناوړه ګټه پورته کړي.
خدای پاک انسانان دځمکي دساتلو په خاطر خپل خلیفه ګان ټاکلي دي.
په یاد ولرئ چي طبیعي پاک چاپیریال د ذهني چاپیریال لپاره یو ضروري او اخلاقي امر دی.

که چېرې موږ خپل چاپېریال پاک وساتو نو دا به نه یوازې دا چې زموږ د ټولنېز ارزښت په پام کې نېول او هغو ته درناوی ثابت کړي.

بلکې له برکته به یې زموږ ستاسو په چاپبریال کې هوا له بوی، ګردونو او میاشو او مچانو پاکه وي او ناروغۍ به په نشت حساب وي، ځکه په پاک چاپیریال کې اوسیدل نه یوازې دا چې ژوند په سهولت کې کوي بلکې له ګڼو ناروغیو موږ خوندې ساتي.