نوی الحاد په رنګینه بڼه

دغه کتاب باید هر ځوان مطالعه کړئ!!
په دې کتاب کې ډېر منطقي دلایل ویل شوي، لیکوال یې ډېره ژوره څېړنه کړې، ژبه یې ډېره ساده او عام فهمه ده، که مطالعه مو کړ، نو د غرب او سیکولرانو د ناړه پروژو او اهدافو څخه به خبر شئ، چې د اسلام په خلاف یې کوي او د دې ترڅنګ د اسلام په اړه به په پوره دلایلو سره ډېر نوي څه زده کړئ.

اسلام د ټول بشري نظام لپاره یوه الګو ده، چې د هر کس ژوند پکې تضمین شوی دی، د هر څه لپاره پکې حدود ټاکل شوي.

ډېره د افسوس خبره ده، چې مونږ تر اوسه د خپل دښمن شوم اهداف نه دې پېژندلي، نو د هغوی د ځواب لپاره به څنګه اسلامي او عقلاني فکر وکړو؛  د یوه ځوان په توګه ډېر شرم احساسوم.

غرب همدا غواړي چې ستا د اسلام مقدس دین، فرهنګ، کلتور، ملي ارزښتونه، دود او انساني کرامت پر بنآ غلط تبلیغات او سپکاوی یې وکړي. 

د دې لپاره په ټولنیزو رسنیو کې غلط ویب سایټونه جوړ شوي، ترڅو دوی د اسلامي وحدانیت په اړه ناسم مالومات اپلوډ کړي، کله چې زمونږ ځیني ځوانان دا ډول تبلغات وګوري، تعجب پاتې شي، چې دا څه ډول اسلام دی؟! ځکه د دوی لویه نیمګړتیا همدا دی چې اسلام یې پوره مطالعه کړی نه وي، دوی مجبور شي چې نورو ته دا وښایي چې اسلام داسې دی نو له خپلو ادرسونو له لارې داسې ناسم مطالب خپروي.

دغه ویب سایټونه او مشهورې رسنۍ د غرب تر تاثیر لاندې دي، هغوی لخوا ملاتړ کېږي او د دوی په ګټه هر ډول ناسم مطالب خپروي. د هر ځوان او مشر دا مسلماني وجبه ده، چې د داسې بې شعوره او ملحدینو پر وړاندې مبارزه وکړي، د هغوی ناسمو افواهاتو ته قراني او منطقي دلایل وړاندې کړي.

بله دا چې هغوی لوڅ او بربنډ فلمونه جوړ کړي، ترڅو زمونږ د ځوان نسل فکري قوه بدله کړي او په خپلو ویب سایټونو کې یې بوخت وساتي. ترڅو مسلمانان د فکر  له اړخه وځپي، فکرونه یې په غېر مستقیم ډول په افواهات کې اشغال کړي. 

اې ځوانه د مسلماني غرور خاونده! په ډېرې حوصلې سره که وخت لرې زما دا خبرې درسره ولوله:

تل دې فکر ویښ وساته، سیکولر او محلدین د هر ډول لارو څخه په استفادې زمونږ د مقدس دین(اسلام) پر خلاف غېر ناوړه مطالب او تبلیغات کوي، ترڅو په لویه کچه زمونږ اسلامي غرور او اسلامي وحدانیت تر خپل استعمار لاندې راولي، دوی داسې افکار د رسنیو او نورو بېلابېلو شبکو له لارې خپروي، چې هغه هیڅ ډول شواهد نه لري او د منلو وړ نه وي.

لکه:
نعوذو بالله!
خدای (ج) هیڅ شتون نه لري. دغه نړۍ په خپله رامنځه شوې او یا یو داسې فکر وړاندې کوي چې آیا زه په دې کیلاس کې اوبه اچوم، نو الله تعالی دې ترې توی کړي. استفرالله!

ممکن داسې ځیني اشخاص زمونږ په ټولنه هم وجود ولري، چې د سیکولر نظریې د تطبیق او د یو داسې څه وړاندې کولو لپاره کار کوي چې هیڅ عقل یې نه مني، نو پکار دی چې داسې اشخاص باید اصلاح شي.
یا پاکه ربه!! ستاسو په لوی نصرت سره د دې خاورې، نړۍ او اسلامي جهبې څخه سیکولران، محلدین  او هغه څوک ورک، تباء او برباد کړه چې ستا او زمونږ د خوږ پیغمبر سپکاوی کوي او هغوی پسې ناوړه تبلیغات نشروي.
امین