روهي (جمعه/۱۴ د لېندۍ)، د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله پر طالبانو غږ کړی دی چې سولې ته دي پاک نيت وښيي او په دې پار دې تاوتريخوالی کم کړي.
نوموړي تېر ماښام مرکز ګرديز کې د موټر بم بريد د غندنې په اړه پر خپلې فېسبوک پاڼې لېکلي دي، "یوځل بیا پر وسله والو طالبانو غږ کوم، چې سولې ته د پاک نیت ښودلو لپاره دې تاوتریخوالی کم کړي، وینه بهیدنه دې ودروي او افغان وژنې ته دې د پاې ټکی کیږدي، ترڅو ټول هغه ارمان ته ورسیږو، چې تلپاتې او باعزته سوله ده."
نوموړي ګرديز ښار کې د شوي بريد په اړه لېکلي دي، چې پداسې حال کې چې د افغان سولې په برخه کې بې مخیني پرمختګ شوی، په کور دننه او بهر د سولې لپاره اجماع رامنځته شوې، د سولې په برخه کې زموږ هیلي زیاتې شوي، په دوحه کې د ګډ مرکچي پلاوي په خبرو اترو کې پرمختګ شوی، دغه ډول خونړي بریدونه دا ټول پرمختګونه د ګواښ سره مخ کوي.
عبدالله عبدالله د تېرې ورځې بريد په اړه ويلي دي، چې د وطن دښمنان به پدې ډول ناکامو هڅو موږ له خپل اصلي مسیر، چې هغه په هېواد کې تلپاتې، باعزته او ټول منلې سوله ده را ونه ګرځوي.
وروستي