ډګر جنرال پوهاند دوکتور سهیلا صدیق ومړه؛ د نوموړې ژوند ته ځغلنده کتنه 

سهيلا صديق په ۱۳۲۸ل کال د کب مياشتې په ۲۲ نېټه کابل کې زږېدلې وه. نوموړې کابل کې د ملالۍ په عالي لېسه کې د ښوونځي دورې زده کړې وې.  د کابل پوهنتون طب پوهنځي څخه یې د ليسانس سند  او مسکو څخه یې د دوکتورا سند اخېستی وو. سهيلا صديق د هضمې سېسټم متخصصه وه. له زده کړو وروسته،  هغه مهال چې افغانستان کې د سردار محمد داود خان جمهوريت وو نوموړې په ۴۰۰ بستريز روغتون کې دنده واخېسته. له يادې دندې وراېخوا یې د افغانستان د طبي اکاډمۍ قومندانه او د سردار محمد داود خان روغتون د جراحۍ څانګې مشره وټاکل شوه. 

ميرمن سهيلا صديق په پوځ کې د ډګرجنرالۍ رتبه تر لاسه او په علمي برخه کې د پوهاند درجې ته ورسېده. د حامد کرزي د حکومت په لومړيو کې آغلې سهيلا صديق د عامې روغتيا وزيره وټاکله شوه او څلور کاله یې ياده دنده پر مخ يوړه. 

سهیلا صديق واده نه وو کړی او د طالبانو په حکومت کې یې د سړيو لباس په اغوستلو سره دنده تر سره کوله. نوموړې د افغانستان لومړنۍ ښځينه جنراله شمېرل کيږي. 

نوموړې له تېرو ۶ کالونو راهيسې په  الزایمر ناروغۍ اخته وه او نن ورځ یې کابل کې د سردار محمد داود خان په روغتون کې د ۷۲ کالونو په عمر ژوند له لاسه ورکړ.