پر عبدالله عبدالله نيوکې: وروستیو پنځو سفرونو لپاره یې الوتکې چارتر کړې وې

روهي (جمعه/۱۴ د لېندۍ)، ټاکل شوې ده چې سبا د افغان سولې په پارد عبدالله عبدالله پر مشرۍ د مصالحې عالي شورا لومړۍ رسمي ناسته تر سره شي. عبدالله عبدالله د افغان سولې بهير په پار له دې وړاندې د سيمو يو شمېر هېوادونو ته سفرونه کړي وو. 

ويل کيږي چې عبدالله عبدالله پاکستان، هندوستان، ترکیې، ازبکستان او ايران ته د خپلو سفر په موخه اريانا - افغان، باختر او کام اېر الوتکې چارتر کړې يا شخصي کړې وي. 

پر نوموړي نیوکې دا دي چې د هر چارتر سفر بيه یې له ۴۰ زره بيا تر ۵۰ زره امريکايي ډالره وه، چې د افغانستان په څېر بهرنيو مرستو اړ يو هېواد لپاره اقتصادي ضربه شمېرل کيږي.  

په کور دننه د سولې په پار له ناستو او لېدونو وراېخوا، افغان چارواکي د سولې په پار د سيمه ییزې اجماع جوړېدو په پار د سيمې هېوادونو ته هم سفرونه کوي او په وينا یې هڅه یې دا وي، چې د سولې پر وړاندې، په ملي، سيمه ییزه او نړیواله کچه مخالفتونه او خنډونه له منځه يوسي.