امنیتي چارواکي: د دهراوود ولسوالۍ مرکز له طالبانو پاک شو

روهي (جمعه / ۱۴  د لیندۍ)، د افغان پوځ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې د وسله والو له شتونه د ارزګان ولایت د دهراوود ولسوالۍ مرکز له پاکولو خبر ورکوي.

د کمانډو ځواکونو خبرپاڼه کې راغلي دي چې افغان ځواکونو له هوايي ملاتړ سره د یادې ولسوالۍ مرکز نیولو په موخه پوځي عملیات کړي.

د خبرپاڼې له مخې عملیاتو کې ۲۰ طالب وسله وال وژل شوي دي.
د دهراوود ولسوالۍ کابو درې اوونۍ مخکې د طالبانو لاسته لوېدلې وه.

طالبانو په دې تړاو څه نه دي ویلي.