ولسمشر غني په افغانستان کې د کرونا وېروس واکسین د تطبیق په برخه کې له نړیوالو د مرستې غوښتنه کړې

روهي ( جمعه / ۱۴  د لیندۍ )، د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د ویډیويي کنفرانس له لارې  د ملګرو ملتونو عمومي ناستې ته د عامې روغتیا وزارت سره د کرونا وېروس په لومړۍ څپه کې د نه ترسره شویو ژمنو په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړه.

نوموړي ویلي، د کرونا وبا دویمه څپه د خلکو تر کورونو رسېدلې ده او د ژمي په موسم کې ددغې وبا له دویمې څپې سره مخ یو او په خبره يې چې، د افغان- جاپان روغتون طبي تجهیزاتو او امکاناتو ته شدیده اړتیا لري.

غني همدا راز، د نړیوال او اسیا پراختیایي بانکونو له رئیسانو غوښتنه کړې چې د کرونا واکسین برنامې د تطبیق په لومړي پړاو کې له افغانستان سره مرسته وکړي او په ناسته کې د یادو بانکونو رئیسانو د کرونا وبا واکسین د تمويل په لومړي پړاو کې د نړیوالې ټولنې د مالي تعهداتو چې ټاکل شوې د افغان حکومت له لوري د نړیوال بانک په مرسته تطبیق شي، خبر ورکړ.

افغان ولسمشر داسې مهال له نړیوالو د په هېواد کې کرونا وېروس ضد واکسینو د تطبیق غوښتنه کوي چې تازه په نړۍ د درمل جوړولو ځينو شرکتونو لخوا کرونا وېروس ضد واکسین جوړ شوې او د نړۍ په هېوادونو کې یې د تطبیق هڅې روانې دي.