ملګري ملتونه: د کرونا وېروس اقتصادي زیانونو جبران به لسګونه کالونه وخت ونیسي

روهي (جمعه/ ۱۴ د لیندۍ)، په نړۍ کې د کرونا وبا د اقتصادي زیانونو په اړه تازه  د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش په خپلو څرګندونو کې ویلې، چې لسګونه کالونه وخت به ونیسي چې په نړۍ کې  د کرونا وبا د اقتصادي زیانونو جبران وشي.

د ګوتریش په وینا، چې یواځې واکسین نه شي کولی ترڅو دا اقتصادي زیان راوګرځوي او په خبره يې چې د وبا ټولنیز او اقتصادي تاوان بې ساری د، په نړۍ کې د یاد وېروس له امله د اقتصادي زیانونو په د ملګرو ملتونو وروستۍ راپور وايي، روان کال به ددغې وبا له امله شاخوا د ۳۲ میلیونه خلکو اقتصادي حالت سخت خراب وضعیت سره مخ شي. 

د جان هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې، تر دې دمه په نړۍ کې له کرونا وبا څخه د مړو شمېر یو نیم میلیون ته نږدې شوی او پرې د اخته کسانو شمېر نږدې ۶۵ میلیونو ته رسېږي او د نړۍ په اکثره هېوادونو کې یو ځل بیا ددې وېروس د دوهمې څپې له امله بندیزونه پېل شوې دي.