د کړنلارې پر سر هوکړه؛ خو خلیلزاد یو ځل بیا قطر ته سفر کوي

روهي (جمعه/ ۱۴ د لیندۍ)، په قطر کې د افغان حکومت او طالب پلاویو ترمنځ د کړنلارې پر سره له هوکړې وروسته ویل کیږي، چې د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد د سولې د سلا مشورو لپاره یو ځل بیا د قطر پلازمېنې دوحې ته سفر کوي.

خلیلزاد دوحې ته ددې سفر په اړه پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې له هغې وړاندې چې قطر ته سفر وکړي لومړی به په افغان سوله له ترکیې چارواکو سره د خبرو په موخه انقري ته لاړ شي ترڅو د افغان سولې په برخه کې د ترکیې ملاتړ او مشورې ترلاسه کړي.

نوموړي همدا راز ویلې، چې له ترکي مشرانو سره کتنو وروسته به قطر ته ولاړ شي او هلته به د افغانانو ترمنځ د خبرو دواړو لورو سره د لیدنو ترڅنګ پر کړنلارې د شوې هوکړې او پرمختګونو په اړه د خبرو ترڅنګ هغوی وهڅوي چې نورو پرمختګونو سره هر اړخیز اوربند ته لاره هواره کړي.

خلیلزاد وایي چې تر قطر وروسته به د افغان سولې په تړاو د ملاتړ ترلاسه کولو په موخه یو شمېر نورو هېوادونو ته هم سفر کوي.
د افغان سولې په برخه کې د امریکا ځانګړی استازی داسې مهال یو ځل بیا قطر ته سفر کوي چې د افغانانو ترمنځ د خبرو د کړنلارې په سر هوکړه شوې او ویل کیږي چې سبا شنبه به په دوحه کې د دواړو ډلو ترمنځ د اجنډا پر سر بحثونه پېل شي.<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_201204_080142_545.sdoc-->