دوحه کې د سولې خبرو په پرمختګ سره؛ خليلزاد د سفرونو نوې لړۍ پيل کړه 

روهي (پنځه نۍ/۱۲ د لېندۍ)، د افغانستان د سولې لپاره د امريکا متحدو ايالتو بهرنيو چارو ځانګړي استازي زلمي خليلزاد پر ټوېټر د افغان سولې په پار د خپل سفر د نوې لړۍ ويلي دي. 

خليلزاد لېکلي دي، چې دی به لومړی ترکیې ته لاړ شي ترڅو د افغانستان د سولې بهير په برخه کې د ترکیې ملاتړ تر لاسه کړي.

نوموړي پر ټوېټر لېکلي دي، "بیا د سیمې پر لار یم. د افغانستان د سولې له مذاکراتو نه د ترکیې د ملاتړ په هکله د خبرو لپاره به لمړی په انقره کې تم شم.

له هغه ځای نه به د دوحې په لور روان شم چې وګورو له اړخونو سره، د اصولو او کړنلارو په سر د هغو د وروستي پرمختګ پر بنسټ، څنګه کولې شو چې مرسته وکړو تر څو د یوې سیاسې نقشې او تلپاتي او هراړخیز اوربند لپاره چټک پرمختګ وشي.

 زه به په سیمه کې سفر کوم تر څو د افغان سولې د بهیر لپاره لا نور نړیوال ملاتړ ترلاسه شي." 

خليلزاد دا سفر وروسته له هغې پيل کړ، چې تېره ورځ دوحه کې د طالبانو او حکومت د سولې مرکچي پلاوو د سولې خبرو پر کړنلارې سره هوکړه وکړه.