روهي (پنځه نۍ/۱۲ د لېندۍ)، نن ماښام، شااوخوا اووه بجې د پکتيا ولايت مرکز ګرديز ښار خوست لاين کې چاودنه شوې، چې تلفات یې رامنځ ته کړي دي. لومړني مالومات ښيي چې چاودنه د موټربم په وسيله شوې ده چې تلفات یې رامنځ ته کړي.
د سرچينو د لومړينو مالوماتو پر بنسټ، پېښه کې ۱۹ کسان ټپيان شوي او درې نور وژل شوي دي. سرچينو ويلي دي چې ښايي د مرګ - ژوبلې شمېرې له دې هم پورته شي. د طالبانو په شمول کومې ډلې د بريد مسووليت تر اوسه نه دی منلی.
د والي وياند ويلي دي چې چاودنه زوروه وه او د ښار په ځيني لېرو سيمو کې هم د ودانيو ښېښې ماتې کړي دي. د امنيتي مسوولين په وينا چې بريد د امنيتي ځواکونو پر ګزمې شوی.
وروستي