روهي (پنځه نۍ/۱۲ د لېندۍ)، ننګرهار چې د هېواد له امنو ولايتونو وو، په تېرو څو کالونو کې یې امنيت وضعيت خراب او داعش په کې فعاليت پيل کړی وو. تر دې چې ننګرهار د داعش ډلې د مرکز په نوم يادېدو.
جلال اباد ښار کې چاودنې او د ننګرهار د ولسواليو ناامنه کېدل، د دغه ولايت پر امنيت وضعيت ناوړه اغېز وکړ او د ناامنه ولايتونو په ډله کې واچولو.
اوس مهال موټر چلونکي د ننګرهار او کابل لویې د ناامنه کېد وايي. موټر چلونکو رسنيو ته ويلي دي چې ځيني وخت طالبان پر دغه لار راوځي.
موټر چلونکي وايي چې تر ډېره ناامني په سروبي ولسوالۍ کې ده او ديادې ولسوالۍ اوسېدونکي هم مني چې طالبان د سروبي ولسوالۍ په څو کليو کې نفوذ او شتون لري.
خو په ورته وخت کې د کورنيو چارو وزارت وياند طارق آرين طلوع نيوز ته ويلي دي چې پر دې لویې لار امنيتي ځواکونه شتون لري او چاته به اجازه ورنه کړي چې امنيت یې ګډوډ کړي.
وروستي