نادر نادري: په کړنلاره له هوکړې وروسته به  راتلونکي شنبه پر اجنډا بحثونه پېل شي

روهي (پنځه نۍ/ ۱۳ د لیندۍ)، له هغه وروسته چې په قطر کې  د افغان حکومت او طالب مرکچي پلاویو ترمنځ د کړنلارې پر هوکړه وشوه اوس د افغان حکومت مرکچي پلاوی راتلونکي شنبه د اجنډا پر سره د خبرو د پېل خبر ورکوي.

په دوحه کې  د افغان حکومت مرکچي پلاوي غړي نادر نادري په همدې موخه رسنیو سره په خبرو کې  ویلې، چې دواړه ډلې به د اجنډا پر سره هر اړخیز بحثونه راتلونکي شنبه پېل کړي.

نوموړي په دې اړه ویلې: "د دواړو لورو ګډه کاري کمېټه به د شنبې په ورځ خپل کار پیل کړي چې د اجنډا پر جزئیاتو او سرلیکونو باندې بحث وکړي او یوه مسوده د اجنډا سره ترتیب کړې."

نادري زیاتوي، چې په کړنلارې له هوکړې وروسته به د اجنډا پر سر د بحثونو د پېل سره د دولت د مرکچي پلاوی لومړی غوښتنه او ټینګار په اوربند وي ترڅو طالب لوری د افغانانو دې غوښتنې منلو ته چمتو کړي.

له شاوخوا تېرو دوو میاشتو په قطر کې د افغان حکومت او طالب پلاویو ترمنځ د افغان سولې پر سر د خبرو له پېل وروسته تېره ورځ ناوخته دواړه ډلو ومنله چې د خبرو په لومړي پړاو کې د کړنلارې پر هوکړي ته رسیدلې دي، چې له دې  وروسته به د اجنډا په سر بحثونه پېل کړي.