د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت: دایکندي کې ۱۰۱ شنې خونې جوړیږي

روهي (پنځه نۍ/ ۱۳ د لیندۍ)، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي، چې د دایکندي ولایت پر بزګرانو د ۱۰۱ شنوخونو د وېش لړۍ نن، رسماً ددې ولایت د سیمه ییزو چارواکو په شتون کې پیل شو.

د دایکندي ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست سید عبدالواحد فیروزي وایي، چې دغه شنې خونې د څه باندې شپږ میلیونه افغانیو په لګښت د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې له خوا وېشل کیږي.

د چارواکو په وینا، چې د دغو شنو خونو د جوړولو موخه د ژمي په موسم کې د سبو تولید، د وارداتي سبو مخنیوي او د بزګرانو اقتصادي ودې ته زمینه برابرول دي.