کابل کې ۹ تنه د جنايي جرمونو په تړاو نیول شوي

روهي ( پنځه نۍ/ ۱۳ د لیندۍ )، د کورنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلې، چې د کابل پولیسو د امنیتي میثاق پر بنسټ د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې نهه تنه د جنايي جرمونو په تړاو نیولي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې یاد کسان د کابل ښار د لومړۍ، پنځمې، اومې، اتمې، یوولسمې، پنځلسمې، اولسمې او اتلسمې ناحیو په اړوند سیمو کې د غلا، ژوبلې، د نشه يي څښاکو، جنسي تېري، د غیرقانوني وسلو د لېږدونې، له استوګنځي د تښتې او د موبایل د غلا په تړاو تر پېژندنې وروسته نیول شوي دي.

له نیول شویو کسانو څخه یو میل وسله او یو سیټ غلا شوي زر هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.