په جنوب ختيځ زون كې د ناټوځواكونومطبوعاتي دفتر وايي چې د خوست په صبريو ولسوالۍ كې يې د حقاني له ډلې سره د تړاو په توردرې كسان وژلي دي. خبرځاى زياتوي چې په وژل شووكسانو كې يويې د حقاني ډلې ځايي قوماندان او دوه نور يې هم ملګري وو.
په خوست کې د ملي اردو يوتن چارواكي جنرال رازمحمد اورياخېل هم ويلي چې نوموړي كسان د ناټو په هوايي بريد کې وژل شوي دي، خود يادې سيمې اوسېدونکي بياوژل شوي عادي وګړي بولي او وايي چې دوى د خپلو کورونو مخې ته يوځاى ناست وو چې د بهرنيو ځواکونو دوو چورلکو پرې بمباري وکړه، ځايي خلكود يوبل تن د ټپي كيدو خبرهم وركړى دى.
وروستي