فنلنډ افغانستان کې د خپلو پوځيانو شمېر کموي

روهي (پنځه نۍ/۱۲ د لېندۍ)، فنلنډ  هېواد په يوې خبرپاڼې کې ويلي دي چې پلان لري ترڅو افغانستان کې د خپلو پوځيانو شمېر راکم کړي. فنلنډ اوس مهال افانستان کې ۶۰ سرتيري لري او پلان لري چې د دغه شمېر ۲۰ ته راکم کړي. 

د ياد هېواد د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې ويل شوي دي، "په افغانستان کې د غوڅ ماموریت ځواکونو په مشرۍ د فنلندي ځواکونو شمېر به له ۶۰ څخه ۲۰ ته راکم  شي.

د فنلندي سرتېرو شمېر به راکم شي. پداسې حال کې، چې عملیات له سره تنظیم او ځانګړې دندې بشپړې شوي؛ د فنلند امنیتي ډلې به بېرته هېواد ته راستانه شي."

له دې وړاندې د ناټو سرمنشي ويلي وو، چې د دغه سازمان د بهرنيو چارو وزيران افغانستان کې د ناټو ځواکونو د بهر کېدو او يا هم د پاتې کېدو په اړه ناسته او دا د ناټو لپاره يوه سخته پرېکړه ده. 

له بلې خوا متحدو ايالتو حکومت هم پرېکړه کړې ده چې افغانستان کې د خپلو پوځيانو شمېر ۲۵۰۰ سرتيرو ته راکم کړي.