د وخت مدیریت

نړۍ د ګلوبلایزیشت یا نړۍ وال کېدلو پر لور روانه ده. دا د دې لامل شوی، چې د ځمکې کره زموږ په ورغوي کې وي. وخت یا زمان ډېر په چټکۍ روان دی، موږ انسانان د هر وخت څخه سره نږدې شوي یو. دا نږدیوالی د دې لامل شوی، چې په ورزنیز ژوند کې وخت ته ځانګړی ارزښت ولرو او په هر ممکنه حالت  له هغه  پوره کټه پورته کړو. همدا علت دي چې   دوخت مدیرت    )Mastar of time له دې کلیمه سره مخ یو  
 
حتا په نننۍ نړۍ کې هغه انسانان موفق انسانان دي، چې په ښه توګه کولی شي خپل وخت مدیریت کړي. د وخت له مدیرت څخه بیلابیل مفاهیم د انسان په ذهن کې خطور کړي. ځینې وایی: هرکار پر خپل مناسب وخت او زمان باندې کړل د وخت مدیریت دی. په بل مفهوم کې بیا وایي: د دې موضوع درک چې څه په څه وخت کې وکړو، او ددې ارزونه د وخت مدیریت دی. همدا شان هغه کسان چې د وخت په اندازه کولو کې د ثانیه څخه ګټه پورته کوي د وخت ښه مدیران دي، په همدې ډول د هدف ټاکل، او د دې ظرفیت لرل چې په څه ډول ځان په معینه موده کې  هغې ته رسول د وخت مدیرت دی. حتا په عمومي ډول ویلی شو، چې د وخت څخه مناسبه استفاده د وخت مدیرت دی. په عمومي ډول دا هغه برداشتونه دي چې د وخت د مدیرت څخه کیږي.
 
د وخت مدیریت او هدف
د وخت مدیریت او هدف  دېر نږدې مفاهیم دي چې د یو اوبل سره اړیکه لري. او له یو او بل څخه رنګ اخلي. نو پرته له هدف څخه دوخت مدیرت او پرته د وخت له مدیریب څخه هدف خپل واقعي ارزښت د لاسه ورکوي. که هدف نه وي نو د وخت مدیریت به نه وي، او که د وخت مدیریت نه وي نو هدف به موثر نه وي. نو د دې لپاره چې د دې دواړه ترمنځ انډول برابر وساتو، لمړی موږ باید به ورزنیز ژوند کې  خپل اهداف مشخص کړو،  بیا هغه هدف چې موږ ته لومړی توب او ډېر ارزښت لري وټاکو، وروسته د دې له ټاکل کېدو څخه په عملي بڼه د وخت د فکتورونو په نظر کې نیولو سره کار ورته پیل کړو.
 
په دې برخه کې هغه فکتورونه، چې هدف ته د رسیدو په برخه
    کې، خنډ کړځي له منځه یوسو. مثلن موږ یو هدف ځان لپاره ټاکو، غواړو یو کتاب مطالعه کړو. په اول کې دا ارزونه کړو، چې دا کتاب څومره  زموږ لپاره اړین دي؟ د دې کتاب د لوستلو لپاره ایا همدا وخت مناسب دی؟ د دې کتاب د لوستلو لپاره د کومو څیزونو څخه تېر شو؟ دې کتاب د لوستلو لپاره څومره وخت ته اړتیا ده؟ 
 
کله مو چې دا ارزونه وکړه، او دې سوالونو ته مو ځواب وموند. دوهمه برخه په نظر کې نیسو. چې د وخت کوم فکتورونه د دې لامل کړځي، چې موږ ونشو کولی خپل هدف په مناسب وخت کې ترلاسه کړو. مثلن د شپه له خوایي نشو لوستلی په ښه توګه ځکه، له ځينو خنډونو سره مخ کیږو، لکه ستړیا، د ملمنو راتګ، غیر متقربه پېښې او داسې نور. یا د ورځې په جریان کې نشو کولی چې خپل هدف ته کار وکړو، پوهنتون، کارته تلل، او پورته یاد شوي فکتورونه. نو ګورو چې سهار وختي ښه وخت دی، اول د پورتنیو فکتورونو د موجودیت سلنه په کې ټیټه ده، او دوهم په څومره وخت کې چې غواړو خپل هدف تر لاسه کړو یعنې کتاب مطالعه کړو. کولی شو. دریم خپل وخت په ښه توګه مدیریت کولی شو. 
 
نو همدا وخت ورته مناسب دی. او همدا ډول نظر هدف ته په کتو نور فکتورنه ورته وارزوو ترڅو خپل وخت په ښه توګه مدیریت کړو.خو موږ باید ځينې سرښندنې په ځان ومنو، وختې باید ویده شو او وختي پاڅو چې ټول ویده وي.
 
دا یواځې یو مثال وو، په همدې ډول نظر هدف ته په سلګونه مثالونه کولی شو وړاندې کړو، اما دا لیکنه یې ظرفیت نه لري، او په همدې یوه مثال بسنه کړو.
 
د وخت د مدیریت لپاره ساده تمرینونه
د وخت مدیریت یو هنر دي، د هنر د لاسته راوړو لپاره مشق او تمرین لمړی شرط دی. او د هر هنر تر شا چې مسولیت او شوق نه وي د هنر د موجودیت د ظرفیت کچه به په انسان کې ټیته وي، ځکه چې مسولیت او شوق ورسره ملګري نه دي. هیڅ هنر په یو ځلې لاسته نشو راوړی. بلکې په تدریجي ډول یې د مشق او تمرین په مرسته کسب کولی شو. نو د وخت د مدیرت لپاره هم ځینې تګلارې شته چې د هغه په مرسته یې کولی شو تر خپل کنټورل لاندې راوړو.
 
۱- د بوټو یا ګلانو روزنه او ساتنه
دا یوه ښه تګلاره ده د دې لپاره چې وکولی شو لمړی د وخت د مدیریت مشق وکړو او مسولیت منونکي شو. مثلن کله چې موږ د خپل د خوښې د یو ګل روزو، نو یو مسولیت په غاړه اخلو او زموږ د خوښې ګل دی نو خامخا شوق او مینه ورسره پیدا کوو. موږ باید پر خپل وخت د ګل پالنه وکړو، اوبه ورکړو، خاوره یې بدله کړو، مناسب ځای ورته پیدا کړو، په هکله یې معلومات را ټول کړو. دا فکتورونه د دې لامل ګرځي چې موږ باید هر څه پر خپل وخت ترسره کړو او دا موږ سره مرسته کړي، چې څه په څه وخت کې وکړو. او زموږ د وخت د مدیریت  پر هنر په تدریجي ډول اغیزه کړي. موږ څخه مسولیت منونکی او فعال انسان جوړوي، چې هر څه پر خپل وخت تر سره کړو.
 
۲- د کورني څارویو روزنه
که فکر کړۍ چې تاسو ډېر غیر فعال انسان یاست، او نشی کولی چې خپل وخت په ښه توګه مدیریت کړئ. د دې لپاره چې په یو فعال انسان بدل شئ، او خپل وخت په ښه توګه مدیریت کړئ. دا ورته ښه تګلاره ده. چې خپل د خوښې د یو څاروي پالنه په غاړه واخلئ مثلن د پشو، سپي، سویه او یا اس  ساتنه (خپلو امکاناتو او خوښې ته په کتنې سره). ستا سو څاروی روزنې ته اړتیا لري او پر وخت باید خواړه ورته چمتو کړئ. دا تاسو اړ کوي چې هر څه پر خپل وخت تر سره کړی، څاروي ته خواړه پر وخت چمتو کړئ. په دې تګلاره به ستاسو د وخت د مدیریت هنر هم په غیر مستقیم ډول پرمختک وکړي.
 
۳- ورزش کړل
دا هم ښه انتخاب دی، د وخت د مدیریت د پیاوړتیا لپاره، په دې شرط، چې هر کله پر کوم مشخص وخت مو چې د ورزش لپاره ځانګړی کړی دی، ورزش وکړئ. دا مهمه نه ده چې لږ ورزش کړی که ډېر خو مشخص وخت کې باید په دوامداره توګه ترسره شي.
 
۴- د کتاب لوستل 
دا  هم د ورزش د فکتور پر څیر دی، چې ډېر والی او کم والی یې مهم نه دي چې څو مخه کتاب لولو، خو څه چې مهم دی، هغه  کوم وخت مو چې  د دې کار لپاره ځانګړی کړی دي، پر هماغه وخت یې تر سره کړو.
 
۵- عبادت
دا هم ډېره موثره تګلاره ده. مثلن د اسلام په دین کې په ورځ کې  پیځه وخته د لمانځه لپاره ټاکل شوي دي . که یو مسلمان دا کړنه پر خپل وخت ادا کړي، نو دی به د وخت یو ښه مدیر وي. او خپل نور کارونه يه هم په ښه توګه تر سره کړي.
 
په همدې ډول په لسګونه نورې طریقه شته چې د هغه په مرسته، تاسو کولی شئ د وخت د مدیریت مشق او تمرین وکړئ. او خپل ځان په یوه فعاله انسان بدل کړئ. د ژوند په ټولو چارو کې برلاسی ووسې. ځان خپل هدف ته په مناسب وخت کې نېږدې کړئ. او په ورزنیز ژوند کې یو فعال او ځالانده انسان درنه جوړ شي.