پخواني ولسمشر په خبرو کې د وروستي پرمختګ هرکلی کړی؛ خو ټینګار یې کړی چې  جګړه دې  ودرول شي

روهي (پنځه نۍ/ ۱۳ د لیندۍ)، د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، چې د خبرو ډواړه ډلې دې د جګړې د دورلو لپاره خپلې هڅې ډېرې کړي. 

پخواني ولسمشر کرزي په یوه خپره کړې پیغام کې د افغان حکومت او طالب مرکچي پلاویو ترمنځ د کړنلارې پر سر د هوکړې د هرکلي ترڅنک ویلې، چې دواړه لوري باید په خبرو کې د لا ډېر پرمختګ لپاره هڅې وکړي او په هېواد کې  د تلپاتې سولې لپاره جګړه ودروي.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي سربېره، ولسمشر غني، د ملي روغې جوړې شورا مشر ډاکټر عبدالله په ګډون ګڼو افغان چارواکو، سیاسي څېرو او نړیوالو هېوادونو د افغانانو ترمنځ د سولې په برخه کې  د وروستي پرمختګ هرکلی کړی