امریکا د افغان سولې په برخه کې د وروستي پرمختګ هرکلی کړی

روهي (پنځه نۍ/ ۱۳ د لیندۍ)، متحده ایالاتو په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ په خبرو کې  د وروستي پرمختګ هرکلی کړی.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ویلې، چې  د دوی د حکومت او طالبانو ترمنخ د کړنلارې په سر د هوکړې هرکلی کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري په همدې موخه په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوې، چې امریکا په افغانستان کې د امنیت د ټينګښت لپاره د سولې خبرو کې د لا ډېر پرمختګ غوښتونکي  ده او تمه یې ښودلې  ترڅو ژر تر ژره دواړه غاړې د تاوتریخوالي په کمښت او دایمي  اوربند هوکړه وکړي.

مایک پمپیو یو ځل بیا د خبرو د بریا لپاره د اوربند په ټینګیدو ټينګار کړی او له دواړه غاړو یې جګړې  د پای ته رسیدو غوښتنه کړې، امریکا دې وړاندې هم په افغانستان کې په ځلونو د اوربند د ټينګیدو غوښتنه کړې وه او د خبرو د بریا لپاره یې دا اساسي شرط بللی و.

اخوا د کړنلارې په سر له هوکړې وروسته افغان حکومت هم ویلې چې چې  د اجنډا په سر د بحث تر ټولو لومړی او اساسي غوښتنه به یې د اوربند ټینګیدل وي.