راتلونکې نۍ لومړۍ ناسته کوي؛ احمد مسعود او احمد ولي مسعود به هم د مصالحې عالي شورا غړي شي

روهي (څلورنۍ/۱۲ د لېندۍ)، ټاکل شوې ده چې د عبدالله عبدالله په مشرۍ به د مصالحې عالي شورا د راتلونکې شنبې پر ورځ خپله لومړنۍ ناسته وکړي.

سرچينو ويلي دي چې د ملي امنيت پخوانی رئيس رحمت الله نبيل، زهرا فرخنده نادري، احمد ولي مسعود او احمد مسعود به  هم د دغه شورا غړي شي. ولسمشر غني له وړاندې د يو فرمان پر اساس د دغه شورا ۴۵ غړي ټاکلي وو، خو هغه وخت عبدالله عبدالله ور سره مخالفت ښوودلی وو. 

ولسمشر غني حامد کرزی، ګلبدين حکمتيار، محمد يونس قانوني، محمد محقق، محمد کريم خليلي، يونس قانوني او يو شمېر نورې مطرحې سياسي څېرې د مصالحې عالي شورا د مشرتابه غړي ټاکلي وو، خو حامد کرزي او ګلبدين حکمتيار په دې شورا کې له غړېتوب لاس پر سره شول. 

پر عبدالله عبدالله نيوکې دا دي چې د مصالحې عالي شورا په چوکاټ ورته د سولې مسووليت سپارلی شوی دی خو تر اوسه يوازې په دې هم نه دی توانېدلی، چې د دغه شورا چارې پيل او جوړښت یې بشپړ کړي.