امنيتي چارواکي: خوست کې مو دوه تنه بريد کوونکي نيولي

 د خوست امنيې قوماندان جنرال عبدالحكيم اسحاقزى وايي چې پوليسويې د خوست ښار په منګلو اډه كې وروسته له هغې دوه كسان ونيول چې د شپې پرمهال يې پردولتي ودانيو بمونه توغولي وو، د قوماندان په خبره چې تېره شپه د دغوكسانو لخواشړل شوى بم د ميلمستون ترڅنګ په يوه كور لويدلى اوله امله يې دوې نجونې هم ټپيانې شوي دي.