کابل کې د نشه يي توکو د پلور شبکې دوه غړي له زیات اندازه پیسو سره یو ځای نیول شوي

روهي (څلور نۍ/ ۱۲ د لیندۍ)، د کورنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه راغلې، چې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې ځانګړو ځواکونو د "امنیتي میثاق" پر بنسټ د کابل ښار د درېیمې او لسمې امنیتي حوزو په اړوند سیمو کې د نشه يي توکو د پلورونکو د نیولو په موخه ځینې هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې د نشه يي توکو د پلور شبکې دوه مهم غړي په ځانګړې توګه د "کا" نشه کوونکو تابلېتونو پلورونکي نیولي دي. 

د خبرپاڼې په وینا، چې "د کابل ښار په لسمه امنیتي حوزه کې د یادې شبکې د یوه غړي له استوګنځي څخه یو اندازه الکولي څښاک، ۸۱ قرصه نشه کوونکي تابلېتونه، ۲۳۵۶۰۰۰ افغانۍ، ۱۰۸۰۰ امریکايي ډالره، دوه قبضې تفنګچې، یو قبضه چاقو، یو پایه کمپیوټر، د پیسو حسابولو یو پایه ماشین او یو عراده موټر ترلاسه شوي او همدارنګه د درېیمې حوزې په اړوند سیمو کې له بل کس څخه ۱۷۰ قرصه "کا" نشه کوونکي تابلېتونه هم ترلاسه شوي دي". 

خبرپاڼه همدا راز زیاتوي، چې د دې کسانو نسبتي دوسیې تر لومړنیو څېړنو وروسته اړونده بنسټ ته سپارل شوې دي.