د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت، په پکتیکا کې ۱۲۰ شنې خونې جوړوي

روهي ( څلور نۍ/ ۱۲ د لیندۍ )، د پکتیکا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وايي، چې د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې «NHLP» په همکارۍ د ژمي په موسم کې د سبو د کرکېلي او تولید په پار د پکتیکا ولایت پر یو شمېر بزګرانو د ۱۲۰ شنو خونو د جوړولو په پار اړونده توکي وېشلي دي.

د پکتیکا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په وینا، چې د دغو وېشل شویو توکو ټولیز ارزښت څلور میلیونه افغانۍ ده، چې پر بنسټ یې ددې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د کروندګرو لپاره ۱۲۰ شنې خونې جوړیږي.

د پکتیکا مرستیال والي محمد ابراهیم کټوازي ددې پروسې د پیل په اړه خوښي وښوده او وویل، چې د پکتیکا ولایت د کرنیزو محصولاتو لپاره د ژمي په موسم کې ددې توکو وېش او یاده برنامه پلي کېدل مهم او بنسټیزې چارې دي، چې د پکتیکا ولایت برخمن شوي بزګران باید له دغو مرستو اعظمي ګټه پورته کړي او دکرنې مسلکي کارکوونکي دي، له دوی سره مرسته او وخت ناوخت یې څارنه او ارزونه وکړي تر څو بزګر د پام وړ حاصلات ترلاسه کړي.

د پکتیکا د کرنې ریاست وایي، چې ددغو شنو خونو د جوړولو موخه د ژمي په موسم کې د سبو تولید، د وارداتي سبو مخنیوي او د بزګرانو اقتصادي ودې ته زمینه برابرول دي.