د هرات-خواف پټلۍ له لارې په لومړي ځل د سوداګریزو مالونو لومړنۍ جوپه نن هرات ته ورسیده

روهي (څلور نۍ/ ۱۲ د لیندۍ)، د افغانستان او ایران ترمنځ ۱۰ کاله وروسته د سوداګریزو توکو لېږد رالېږد او د دواړو هېوادونو ترمنځ د پټلۍ رسمي پرانیستلو سره پیل شوې، چې د هرات-خواف رېل پټلۍ له لارې د ایراني توکو لومړنۍ جوپه نن هرات ته راروسېده. 

د ایران او افغانستان ترمنځ د هرات-خواف پټلۍ ۲۵۵ کيومتره اوږدوالی لري، چې له څلورو برخو تشکیل شوې ده او لومړی برخه یې له خواف د ایران تر سنګان، دویمه برخه یې له سمنګان تر چا سرخ پولې پورې ده چې دواړه برخې ۷۶ کیلومتره کېږي.

د افغان پټلۍ اداره وايي، افغانستان دا مهال له ترکمنستان، ازبکستان، قزاقستان، روسیې، اوکراین او چین پټلیو سره نښلول شوی او د هرات-خواف پټلۍ پرانیستې سره به ډېر ژر د ایران، ترکیې او اروپا پټلۍ سره هم ونښلول شي.

افغان چارواکي وايي، د ایران یا د دغه هېواد له لارې د وارداتي توکو کلنی ارزښت درې میلیارد ډالرو ته رسېږي او د دې پروژې پرانیستو سره به دا اندازه نوره هم ډېره شي.