۸  پاکستاني کریکټ لوبغاړي په کرونا وېروس اخته شوې دي

روهي (څلور نۍ/ ۱۲ د لیندۍ)، د پاکستان د کریکټ ملي اته لوبغاړي چې د نیوزیلنډ هېواد ته د سیالیو لپاره تللي په کرونا وېروس اخته شوې دي.

پرون چهارشنبه د نیوزیلنډ روغیتا وزارت اعلان کړی، چې د پاکستاني لوبغاړو د کرونا ټېسټونه یې کړې چې د وروستي یو یې هم پرون مثبت راوتلی او په دې سره په کرونا وېروس د اخته لوبغاړو شمېر ۸ ته ورسید.

د پاکستان او نیوزیلنډ کریکټ ملي لوبډلې به په خپلو منځونو کې د نیوزیلنډ په کوربه توب د ډسمبر له اتلسمې درې شل اوریزې او دوه ټیسټ لوبې پېل کړي.

د پاکستان کرکټ بورډ ډاډ ورکړی چې په کرونا اخته لوبغاړي د نیوزیلنډ له خوا په قرنطین کې ساتل کېږي او هر یو به په ښه کېدو سره خپلو تمرینونو ته ورګرځي څو د لوبو لپاره چمتو شي.