نړیوال بانک: د افغانستان د مرکزي بانک د بې کفایتۍ له امله خپله ۲۰۰ میلیون ډالر مرسته ځندو

روهي ( څلور نۍ/ ۱۲ د لیندۍ)، په یوه لیکل شوي لیک کې چې د نړیوال بانک لخوا د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ته استول شوی ویل شوي چې د افغانستان د مرکزي بانک له لوري د کلي اقتصاد په اړه له نړیوال بانک سره د معلوماتو نه شریکولو له امله چې په ځلونو یې له مرکزي بانک په دې برخه کې د معلوماتو غوښتنه کړې خو تر دې دمه دغه بانک همکاري نه ده ورسره کړې خپله ۱۸۰ میلیونه ډالره مرسته ځنډوي. 

په لیک کې د  شل میلیونه ډالر نوره مرستې یادونه هم شوې چې د عامه او خصوصي مشارکت په قانون کې د تعدیلاتو له امله ځنډولې ده. د سرچینې په خبره دغه پروژه له ماليې وزارت د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې ته لېږدول شوې ده چې نړیوال بانک په دې اړه د وضاحت غوښتونکی و خو په دې  برخه کې  یې لا هم له افغان حکومت ځواب  نه دی ترلاسه کړی. 

نړیوال بانک له افغانستان سره خپله وروستۍ مرسته داسې  مهال ځنډوي چې یاد بانک روان له افغانستان سره د ۶۰۰ سوه میلیونه مرستې ژمنه کړې وه چې له جملې یې ۴۰۰ سوه افغانستان ته سپارلې خو دوه سوه میلیونه مرسته یې ځڼدولې ده.

د نړیوال بانک وروستۍ پریکړه داسې مهال مخې ته راځي  چې د افغانستان د مرکزي  بانک رئیس  په سر ګڼې پوښټنې  موجودې دي او نوموړی هیچاته ددې بانک په مالومات نه ورکوي.