عبدالصبور قانع: پولیس دې خپلې اصلي دندې ته وګرځي

روهي (څلور نۍ/ ۱۲ د لیندۍ)، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین ستر پاسوال عبدالصبور قانع وايي، چې ټول هغه پولیس به خپلو دندو ته ستانه کړي چې په خدمتي توګه ګمارل شوې دي. 

نوموړي یادې څرګندونې پرون د ولایتونو امنیه قوماندانانو سره د هېواد د امنیتي وضعیت د ارزونې او د پولیسو چارو د راپورونو د ترلاسه کولو په پار ویډیويي غونډې ته کړې دي.

د کورنیو چارو ستر امنیتي معین د ولایتونو د پولیسو چارواکو د ترسره شویو چارو د راپورونو د اورېدو سربېره؛ دوی ته امر کړی څو د پولیسو هغه منسوبین او سرتېري چې له خپلې اصلي دندې د باندې په خدمتي توګه ګومارل شوي، بېرته خپلو قطعو ته واستوي او له دوی څخه د قانون د تنفیذ او امنیت د ټینګښت په برخو کې ګټه واخلي.
 
قانع وايي، چې هېڅ څوک حق نه لري چې د پولیسو په دندو کې لاسوهنه وکړي.