ناټو یو ځل بیا په افغانستان کې  له طالبانو د اوربند ټینګیدو غوښتنه کړې 

روهي (څلور نۍ/ ۱۲ د لیندۍ)، د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ وايي، چې پرون د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو په  غونډه کې د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ پر دوام بحث شوی.

نوموړي له دې  غونډې وروسته خبریالانو ته په خپلو څرګندونو کې  ویلې، چې لومړی دې د تاوتریخوالي په کمښت او وروسته دې په یو دایمي اوربند هوکړه وشي.

سټولټنبرګ د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو ددې غوندې په پای  کې یو کنفرانس ته د خبرو پرمهال وویل: "موږ له طالبانو غواړو چې د لومړي ګام په توګه تاوتریخوالی کم کړي. وروسته غواړو چې د سولې پر یوه موافقه سلا وشي چې اوربند یې هم یوه برخه وي. په لومړي ګام کې دې تاوتریخوالی کم شي، هدف د افغانانو ترمنځ سوله‌ییز حل دی، البته چې هر اړخیز اوربند یې باید یوه برخه وي."

د ناټو سرمنشي د ددې وروستۍ غوښتنې په اړه لا هم طالبانو څه نه دي ویلې، دوی له دې  وړاندې په افغانستان کې  امنیتي ځواکونه د تاوتریخوالي په زیاتیدو تورن کړې و.