غزل

ګلابي سترګې هارنګين ښکلي زلفان اوس نشته
هرڅه بدل دي زمونږبڼ کې هم ګلان اوس نشته
دبېلتانه څپېړه تل زمونږ په مخ راپورې
له بدبدتردى داسې دردلره درمان اوس نشته
ډبرې وواورېدې هرڅه کنډوالي شوه پاتې
چې موساحل ته کړي روان داسي انسان اوس نشته
سپېره مخونه وچې شونډې وچکالي ښکاري اوس
چې شينکې باغ موبياودان نشته باران اوس نشته
زمونږه کلي مينه نه پيژنې دارلري اووارکوي پرې
چې سرکړي ښکته وکړي سوچ داسې ګرېوان اوس نشته
نشته خواخوږى ددې خاورې چې سمسوريې ويني
ښه وايم نشته داسې هيله يې ارمان اوس نشته
دکنډوالوهېوادکې (مينه) آبادي غواړي تل
نشته چې خوښ درومي دوران نشته کاروان اوس نشته