غزل

له بېلتانه ډېره بېرېږم هېڅ دې زنګ نه راځي
له دينه نه چې څوک دې مړکړي خيال دجنګ نه راځي
همېش خماره يم ، نشه يم ، په ځان نه پوهېږم
مينه کې تاباندې ډاډه يم بوي دبنګ نه راځي
چې رانه تاورانه لوګى اورانه ګردوګرځي
حالات بدل ځمالالى ځماپتنګ نه راځي
زمونږه کلى کورقانون لري دستورنومېږي
چې په دارنه شي موکوڅې ته لالى دنګ نه راځي
سندرې بل ډول غږېږي نوم دغم غږوي
ډېرشوه ناخوالې اودردونه ، خوږآهنګ نه راځي
خلک ولس هم ټول پرې خوښ دي زه خوبدنه وايم
ټول ورته غوږ دي هېڅ باتورموورته تنګ نه راځي
دپښتنوکلتوربډاى ، دوداودستوربډاى دى
ځکه اوس (مينه) مينه نه کوي په ننګ نه راځي