
که په هېوادکې دراديويي، تلويزيونې اونوروچاپي خپرونوزياتوالى اوشته والي يوه لاسته راوړنه وګڼواودستونزوراسپړلوپه لاره کې يې خدمت وګڼو،دويناآزادي به دااجازه راکړي چې که وغواړوحتي ولسمشرته هم وويلى شوچې داکادې سم ونه کړ،اوداچې له ځينوراديوګانوڅخه دمرېنې داعلان اودنذيرخاراسندره (تک،تک،تک،...) په يوه وخت خپرېږي،دې ته مجبوريوچې ګډوډي ووايو،که څه فکرکوۍ؟
په افغانستان کې دمطبوعاتويوه ستونزده داده چې کوم پړاوونه چې چاپي خپرونواوپسې راديو اوبياتلويزيون اواوس اوس انټرنټي خپرونو (وېبپاڼو اووېبلاکونو ) يوپه بل پسې تېرکړي،داتفاوت چې يوراپورتاژيوې چاپې خپرونې يوې راديو اويوه تلويزيون اوهمداشان وېبپاڼوته څنګه وليکل شي له منځه تللي همداشان خبرجوړول،ديوه مطبوعاتي کنفرانس اومطبوعاتي بيانيې ته انعکاس ورکول اوله هغه څخه اړوندوموادوته دخپريزوتوکوبرابرول په خپل درلودونکي معياربرابرنه دي.
داهم سمه ده چې زه به ددې نړې ديوې زده کوونکې په توګه دااجازه ونه لرم چې داټول انتقادونه يوپه بل پسې راوړم ،خودالړي ښه روانه نه ده اوسمه نه ده چې هرڅه تيرسم ومنو.
ښه مې په ياددي يوه ورځ دپښتوژبې يوه ډيرتکړه ليکوال اوشاعرراته وويل چې که شمشادتلويزيون کې لږه پښتوډېره نه وى هېڅکله به مې هم نه ووليدلى،ځکه چې بې له څوخپرونوڅخه نورې خپرونې اصلاً دوخت ضايع کول دي، اوهېڅ ډول ادبي اصول نه مراعاتوي هسې وايي ( ستاسوپه خوښه ستاسوپه ژبه ) اويا (شمشاددملي کلتورريښتينې هېنداره) تاسې ووايي زمونږريښتينى ملي کلتورهمداسې ده چې دشمشادوياندويان يي دخبرواوسندروپه خپرونه کې ورته نعکاس ورکوي. وايي ويانديان اصلا ً دټولنې ويانديان وي. اوداپه داسې حال کې ده چې دترنوروزيات شمشادته سترګې اوړي. نوزه به په طلوع اوآريانااوياهم نور،نورين اواينه باندې څه انتقاداوياترې يادونه وکړم.دلږڅه غوره آرياناتلويزيون وياندويان په بېلابيلوخپرونوکې داڅرګندونې کړې دي چې دلوستلومواديامطالب يې ډېرې له پښتوڅخه درې اوله دري څخه هم شايدپښتوته ژباړل شوي اوداهم ادبي معيارنه پوره کوي چې دژباړې اصول يې غوښتوکي دي.
زه دانيوکه په آرمان راديوباندې نه کوم،ځکه چې هغه راديويواځې ډېرښه خبري سرويس لري اوبس ، خوترنورمهم وروستيوپېښونتايجواوله ناخوالوڅخه دخبراوي ډېره ښه سرچينه ده نورې خپرونې يې هومره نه چې هيڅ ښې نه دي. کليد،نورين،نوا اونورې راديوګانې مې هومره نه دي اورېدلي خودومره خبره يم چې ددې ترڅنګ نورې ستونزې هم لري.
هرچه بگنددنمکش ميزند
واى به آن روزى که بگنددنمک