ناټو: امریکا له افغانستان خپل ځواکونه وباسي؛ خو دوی به په دې هېواد کې خپل ماموریت ته دوام ورکړي

روهي (څلور نۍ/ ۱۲ د لیندۍ)، تازه د ناټو عمومي منشي په خپلو څرګندونو کې  ویلې، چې د امریکايي ځواکونو له وتلو سره سره دوی په افغانستان کې خپل ماموریت ته ادامه ورکوي. 

د ناټو سازمان غړو هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو په خپله وروستۍ نوبتي غونډه کې د افغانستان په روان وضعیت خبرې کړي دي او ټینګار یې کړی چې په افغانستان کې خپل ماموریت ته دوام ورکوي، دوی په دې ناسته کې د سولې له پروسې بشپړ ملاتړ څرګند کړی او دې  برخه کې یې د همکاریو ډاډ ورکړی.
 
د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو له دې غوندې وروسته ددې سازمان سرمنشي ینس سټولټنبرګ خبریالانو ته په خپلو خبرو کې ویلې، چې سره له دې چې امریکایي ځواکونه له افغانستان وځي خو ناټو په افغانستان کې د خپل ماموریت دوام ته ژمنه ده.

نوموړي په خپلو څرګندونو کې زیاته کړې، چې ناټو به د افغان ځواکونو روزنې ته ادامه ورکړي او همدا راز هڅه کوي له افغان حکومت سره څنګ په څنګ د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه وکړي.
ینس سټولټنبرګ دغه راز ټینګار کړی چې د افغانستان امنیت د ټولې نړۍ لپاره مهم دی نو ځکه له دغه هېواد په وتلو کې هېڅ راز بېړه نه ده په کار او ناټو هم نه غواړي ترڅو ژر داسې پریکړه وکړي.