ناټو: د افغانستان په اړه له يوې ستونزې سره مخ يو؛ دوه لارې دي، کومه انتخاب کړو؟ 

روهي (درې نۍ/۱۱ د لېندۍ)، د ناټو عمومي سرمنشي ینس ستولتنبرګ وایي چې دغه سازمان د افغانستان د راتلونکي په اړه له يوې ستونزې سره مخ دی او ورته سخته ده چې په اړه یې پرېکړه وکړي. 
 
ینس ستولتنبرګ ويلي دي چې له افغانستانه د ناټو ځوامونو په وتل سره دا وېره ده چې دغه هېواد به د ترهګرو پر پټنځای بدل شي؛ يا دا چې ناټو په افغانستان کې خپل پوځيان وساتي او خپل ماموريت وغځوي؛ دغه دوه لارې شته دي او ټاکنه یې ستونزمنه ده. 

نوموړي ويلي دي چې د امريکا متحد ايالت افغانستان کې د خپلو پوځيانو شمېر راکموي خو ناټو تر اوسه هلته پاتې ده او دا چې راتلونکي کې څه وکړي، په رېښتيا يوه سخته پرېکړه ده. 

د همدې مسالې په اړه ټاکل شوې ده چې د ناټو سازمان د غړو هېوادونو بهرنيو چارو وزيران ان لاين ناسته وکړي او په اړه یې تصميم ونېسي. 

له افغانستانه د امريکايي پوځيانو وتل، د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې او همدا ډول د‌طالبانو او امريکايانو ترمنځ د فېبروري مياشتې د دوحې هوکړه هغه څه دي، چې تره ډېره متحدو ايالتو کې د نوي ولسمشر جوبايډن د کار پيل پوري تړاو پيدا کوي.