په محمد اغې ولسوالۍ کې د ۶۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د کرکټ د یوه معیاري لوبغالي کار چارې روانې دي

روهي (درې نۍ/ ۱۱ د لیندۍ)، په محمد اغې ولسوالۍ کې د ۶۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د کرکټ د لوبغالي کار چارې روانې او ۱۲ سلنه یې کارونه پر مخ تللي دي.

د افغانستان کریکټ بورډ په وینا، چې دغه لوبغالی چې ۳۰ جریبه ځمکه کې په معیاري ډول جوړیږي پکې جومات، اکډمي، احاطوي دیوال، له ۴ تر ۵ زره نندارچیانو لپاره ځای، او ګرونډ شامل دي، چې اوس مهال یې کار چارې  په چټکۍ سره روانې دي او کابو ۱۲ سلنه مخکې تللې چې ددغه لوبغالي کار چارې به د یو نیم کال په موده کې بشپړې شي. 

د یادونې ده، چې  د یاد لوبغالي لګښت د مالیې وزارت د پرمختایي بودیجې له لوري ورکول کیږي او چارې یې د ښارجوړونې وزارت لخوا پر مخ وړل کیږي.