د خوست ښاروالۍ په چوکاټ کې د نږدې اویا میلیونه افغانیو په ارزښت د بیارغونې پروژې پیل شوې

روهي (درې نۍ/ ۱۱ د لیندۍ)، نن سه شنبه د نړیوال بانک په مالي همکارۍ د خوست ښاروالۍ په چوکاټ کې د نږدې اویا میلیونه افغانیو په ارزښت د سړکونو جوړېدو چارې پیل شوې چې په راتلونکو اتو میاشتو کې به په پاخه او اساسي ډول جوړ شي. 

خوست سرپرست ښاروال انجینر صدیق الله صدیقي وویل چې د بلند منزلو لېن شرقي پروژه کې د نږدې  دوه کیلو متره په اوږدوالي سړکونه او د سړک دواړو لورو ته لښتي په اساسي ډول جوړیږي چې ټول ټال پرې (28,223,362 ) اته ویشت میلیونه، دوه لکه درویشت زره، درې سوه دوه شپېته افغانۍ لګښت راځي. 

دده په خبره، په ورته مهال یې د خوست ښار اړوند سي تعدیلي پروژه کې د نږدې دوه کیلو متره په اوږدوالي د سړکونو، لښتیو او پیاده روونو د جوړېدو چارې پیل کړې چې ټول ټال پرې ( 41,531,882 ) یو څلوېښت میلیونه، پنځه لکه، یو دېرش زره او اته سوه دوه اتیا افغانۍ لګښت راځي؛ د بیارغونې یادې پروژې به د ښاروالۍ له لوري د منظم نظارت په پایله کې په ټاکلي موده کې په ښه ډول جوړیږي او په وینا یې د کیفیت برخې ته به یې ځانګړې پاملرنه کیږي. 

په ورته مهال خوست مرستیال والي عبدالواحد پټان هم د یادو سړکونو جوړېدل د ښار د رغنیزې برخې په برخه کې یو ښه ګام یاد کړ او زیاته یې کړه چې په دې سره به د ښاریانو ګڼې ستونزې هوارې او اړین سهولتونه برابر شي، د نوموړي په خبره، چې هڅه کوي ترڅو په ښار کې د بیارغونې چارې چټکې او معیاري ترسره کړي.