د کابل فوټسال غوره لیګ سیالیو دوهم پړاو سبا پیلیږي

روهي (درې نۍ/ ۱۱ د لیندۍ)، د کابل فوټسال غوره لیګ سیالیو پر دوام نن پیشتاز او صداقت لوبډلو خپلو سیالانو ته ماتې ورکړې

د کابل فوټسال غوره لیګ د سیالیو په دوام نن سهار له لومړي ګروپ څخه همای رحمت او پشتاز لوبډلې یو له بل سره مخامخ شوې، چې دا لوبه ۳ د ۱ په توپير د پيشتاز لوبډلې په ګټه پای ته ورسېده؛ چې په ورپسې لوبه کې صداقت لوبډلې خپلې سیالې طاها ته ماتې ورکړه او د روانو سیالیو د جدول په سر کې راغله.

سبا به ددې سیالیو دوهم پړاو په دوو لوبو سره پېل شي چې لومړی به د ورځې لس بجې اطمینان د طاها او ورپسې ۱۱:۴۵  بجې به په دوهمه لوبه کې  وي آی پي د شهید نسیم لوبډلې سره مخ شي.