مريم نواز: نړۍ کې دوه ويروسونه دي؛ کوېډ-۱۹ (کرونا) او کوېډ-۱۸ (عمران خان) 

روهي (درې نۍ/۱۱ د لېندۍ)، د مسليم نواز ګوند مشره او د پاکستان پخواني لومړي وزير نواز شريف لور مريم نواز د پاکستان اوسنی لومړی وزير عمران خان له کرونا ويروس سره پرتله کړی دی. 

نوموړې تېره ورځ پاکستان کې د عمران خان حکومت ضد يوې ناستې ته ويلي‌دي، چې کرونا ويروس يا کوېډ-۱۹ په ۲۰۱۹ کال کې په نړۍ کې خپور شو، خو پاکستان کې په ۲۰۱۸ کال کې د عمران خان ته په رسېدو دغه ويروس خپور شوی دی. 

مريم نواز خبرداری ورکړی دی چې د پاکستان خلک به عمران خان منزوي کړي او د کوېډ-۱۹ سره له مبارزې وړاندې له کوېډ-۱۸ سره مبارزه کوي او کورته به یې ولېږي. 

د پښتون ژغورنې غورځنګ ور اېخوا چې د پاکستان حکومت او پوځ د کړنو ضد غږ یې پورته کړی دی، په پاکستان کې اپوزېسيون او د حکومت مخالف نورو سياسي ګوندونو هم په دې ورستيو کې د عمران خان د حکومت پر وړاندې لاريونونه او ناستې پيل کړې دي.