په ننګرهار کې د ملي امنيت ځواکونو په يو ټيلر موټر کې ځای پر ځای شوي ۱۵ سوه لېتره شراب او نور توکي نيولي

روهي ( درې نۍ/ ۱۱ د لیندۍ)، چارواکي وايي په ننګرهار کې د ملي امنيت ځواکونو د جلال اباد ښار په اوومې ناحيې مربوطاتو کې په يو ټيلر موټر کې ځای پر ځای شوي ۱۵ سوه لېتره شراب يو تن سره يو ځای نيولي.
 
د دې ولايت د والي وياند عطاء الله خوږياڼي وايي، چې ياد شراب په پنځوس ديرش لېتره بوشکو کې ځای پر ځای شوي د جلال اباد ښار اوومې ناحيې رينګ روډ سيمه کې په بې پلېټه ټيلر موټر کې د ملي امنيت ځواکونو له لوري نيول شوي.
نوموړی همدا راز وايي، چې د ملي امنيت ځواکونو د قريشي په نامه نهه زره بوتله شربت، چې له محصول پرته لېږدول کېدل د ملي امنيت ځواکونو له لوري په ياد ټيلر موټر کې ترلاسه شوي دي.

هغه زياته کړه، چې ۱۸۵۰ بېلابېل ډوله لويې او وړې د مرمرو تختې چې محصول شوې نه وې هم په ياد موټر کې ترلاسه شوي دي.
د خوږياڼي په وينا د يادو توکو په تور د نشان محمد په نوم يو کس، چې د پاکستان هېواد اوسيدونکی دی نيول شوی دی.

د خوګیاڼي په وینا، چې د ملي امنيت ځواکونو د روانې اوونۍ په اوږدو کې يو انسان تښتوونکی او يو وسله وال طالب د جلال اباد ښار په مربوطاتو کې نيولي، چې په خپلو جرمونو يې اعتراف کړی دی.