کندهار کې د خرماوو ۲۵ جریبه سوداګریز بڼونه جوړیږي

روهي (درې نۍ/ ۱۱ د لیندۍ)، د کندهار د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې په دې ولایت کې د خرماوو بڼونو دودولو او خرماوو بڼونو جوړولو ته د خلکو هڅونې په پار د یاد ولایت په درېوو ولسوالیو کې د خرماوو د ۲۵ جریبه سوداګریزو بڼونو جوړولو لړۍ پیل کړې ده.

د کندهار د کرنې ئیس سید حفیظ الله سیدي وایي، چې دا پروژه دوه میلیونه افغانۍ لګښت لري، چې په ترڅ کې یې ددې ولایت په درېوو ولسوالیو کې د خرماوو ۲۵ جریبه سوداګریز بڼونه جوړیږي.

دغه بڼونه په دې ولایت کې د خرماوو «کجورو» بڼونو جوړولو د ترویج او پراختیا په پار جوړیږي.
 
خرما تر ډېره په ګرمو سیمو کې وده کوي. هلمند، فراه، کندهار، لغمان او ننګرهار د خرماوو پالنې لپاره مناسب اقلیم لري.
کندهار په ټوله کې حاصل خیزه سیمه ده په دې ولایت کې یو شمېر نورې مېوې هم ښه پایله ورکړې که د خرماوو تجربه هم وشي د دې سیمې اقتصادي مټ ورسره لا غښتلی کیدای شي.