د کندهار فرصت مرکز ازمایښتي کانکور درې تنو ممتازو زده کوونکو ته به د سرو زرو مډالونه ورکړل شي

روهي (درې نۍ/ ۱۱ د لیندۍ)، د کندهار فرصت مرکز مشر مسعود رشتین او یاد ولایت د ولایتي شورا استازي نعمت الله وفا له لوري د لاسلیک شوي هوکړه لیک په اساس د کندهار فرصت مرکز کې د اخیستل کېدونکي ازمایښتي کانکور درې تنو ممتازو زده کوونکو ته به د کندهار ولایتي شورا استازي نعمت الله وفا له لوري د سرو زرو مډالونه ورکړل شي او همدارنګه د ولایتي شورا له لوري به وستایل شي. 

د کندهار فرصت مرکز له لوري د ۳۰۰ تنو بې وزلو او یتیمو زده کوونکو لپاره د کانکور اماده ګي درې میاشتنۍ پروسه د بهر مېشتي افغان تاجر او فرصت مرکزونو بنسټګر شوکت زماني په مالي ملاتړ د کندهار فرصت مرکز کې پیلېږي. 

د کندهار ولایتي شورا استازي نعمت الله وفا د کندهار فرصت مرکز څخه لیدنه وکړه او د یاد مرکز فعالیتونه یې د کندهار سربېره د یاد زون لپاره ګټور وبلل. 
همدارنګه وفا د بهر مېشتي افغان تاجر شوکت زماني کړنې وستایلې او نوموړي په اینده کې د فرصت مرکزونو سره د هر ډول همکاریو ژمنه وکړه.

د فرصت مرکزونو فعالیتونه د کندهار ترڅنګ کونړ، زابل او هلمند ولایتونو کې جریان لري، چې مالي لګښت یې د شوکت زماني له لوري ورکول کېږي.