ایران یو ځل بیا له افغان سولې ملاتړ کړی او په افغانستان کې یې وروستۍ تاوتریخوالی د اندېښنې وړ بللی 

روهي ( درې نۍ/ ۱۱ د لیندۍ)، د افغانستان او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو تازه تلیفوني خبرې کړې دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر د ایران د بهرنیو چارو له وزیر جواد ظریف سره د سیمې پر روان وضعیت تلیفوني خبرې کړې دي او جواد ظریف یو ځل بیا افغان لوري ته په افغانستان کې  د سولې پروسې  د ایران د ملاتړ  او همکارۍ ډاډ ورکړی. 

نوموړي دغه راز په افغانستان کې وروستی تاوتریخوالی هم د اندېښنې وړ بللی دی او او تمه یې ښودلې ترڅو په افغانستان کې  نور د جنګ دوام ژر تر ژره د خبرو له لارې حل او جګړه پای ته ورسیږي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر له خپل ایراني سیال سره په دې تلیفوني خبرو کې د افغان سولې په اړه د ایران هڅې ستایلي او په دې برخه کې  یې  له ایران د لا ډېرو هڅو تمه ښودلې ده.