په شمالي وزیرستان کې څلور قبایلي مشران د یو برید پرمهال وژل شوې دي

روهي (درې نۍ/ ۱۱ د لیندۍ)، پرون د شمالي وزیرستان په میرعلي سیمه کې نامعلومو وسله والو څلور قبایلي مشران په ډزو سر وژلي دي.

په سیمه کې  عیني شاهدانو او پولیسو رسنیو ته ویلې، چې یاد قبایلي مشران پرون هغه مهال په نښه شول چې هغوی د میرعلي سیمې په خیسور ښارګي کې په موټر کې روان او له یو بل موټر پرې ډزې وشوې.

د راپورونو پر اساس برید کوونکي له سیمې تښتیدلې خو پولیس وايي، چې په اړه پلټنې روانې  دي.
د یادونې وړ ده چې په شمالي وزیرستان کې له دې وړاندې  هم ګڼ پښتانه مشران په نښه شوې چې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي او مشران د پښتنو په وژنه کې  د پاکستان حکومت تورنوي.

په شمالي وزیرستان کې ددې وروستۍ پېښې مسؤلیت لا هم کوم چا او ډلې په غاړه نه دی اخیستی.