د کرونا وېروس ضد جوړ شوې واکسین به ژر د  امریکا په ګډون په ګڼو اروپايي هېوادونو کې تطبیق شي

روهي (درې نۍ/ ۱۱ د لیندۍ)، د امریکا په ګډون به په ګڼو اروپايي هېوادونو کې میلیونونو خلکو ته د کرونا وېروس پر ضد واکسین تطبیق شي.

د راپورونو له مخې د فایزر او بیو این ټیک کمپنیو لخوا جوړ شوې واکسین به په لومړي ځل درې هېوادونه امریکا، بریتانیا او جرمني د روانې اوونۍ په پای کې لومړی په بریتانیا او بله اوونۍ کې په امریکا کې ګڼ شمېر خلکو ته پیچکاري شي.

د اروپا او امریکايي روغتیايي چارواکو په وینا، چې کرونا ضد جوړ شوې واکسین به په راتلونکو څو اونیو کې تر نوي میلادي کال له پېل وړاندې پېل شي، چې ویل کیږي، لومړی به بریتانیا د فایزر او بیو این ټیک کمپنیو له لوري جوړ شوی واکسین د ډسمبر په ۷ په خپل هېواد کې تطبیق کړي.

د راپورونو له مخې همدا راز ویل کیږي، چې له بریتانیا وروسته به د ډسمبر په لسمه د امریکا د خوړو او درملو ملي اداره دا واکسین تایید کړي او خلکو ته به یې بیچکاري پېل شي.