د ناټو عمومي منشي وايي د امریکا له ولسمشر جوبایډن سره یې د افغانستان په اړه خبرې کړي دي

روهي (درې نۍ/ ۱۱ دلیندۍ)، ناټو وايي، چې تر هغه په افغانستان کې خپل حضور پای ته نه رسوي ترڅو يې چې  دلته خپل پور نه وي پرې کړی، د ناټو سازمان عمومي منشي تازه په خپلو څرګندونو کې  ویلې چې د امریکا منتخب ولسمشر جوباډن سره یې د افغانستان په اړه خبرې کړي دي.

د نوموړي په وینا دواړو لورو په سیمه کې پر روان وضعیت او همدا راز له دغه هېواد د سرتېرو پر ایستلو بحث کړی. 
ینس سټولټبرګ وایي ناټو که په افغانستان کې پاتې کېږي نو دې ته باید تیاره وي چې د جګړې مالي او ځاني لګښت پرې کړي او که له دغه هېواد وځي نو بیه یې بیا د تېرو لاس ته راوړنو له لاسه ورکول دي. 

ینس سټولټنبرګ ټينګار کوي چې په افغانستان کې د ناټو او امریکا د ماموریت د پای ته رسولو لپاره بېړه نه ده په کار. 
سټولټنبرګ داسې مهال دغه څرګندونې کړې چې ټاکل شوې ژر د ناټو د بهرنیو چار وزیرانو غونډه وشي او په هغه کې هم د افغانستان په اړه خبرې وشي.