روهي (دوه نۍ/۱۰ د لېندۍ)، د اسلامي همکاريو سازمان پر افغان حکومت او د طالبانو پر تحريک کړی دی چې روانه جګړه دې بس او ژر دې سره اوربند وکړي.
دغه سازمان همدا ډول له خپلو غړو هېوادونو غوښتي دي، چې د افغانستان روانه جګړه وغندي. د اسلامي همکاريو سازمان د افغانستان جګړې په اړه خبرپاڼه خپره کړې ده.
له ياد سازمان وراېخوا، تېر کې د نړۍ مختلفو نورو سازمانونو د افغانستان جګړې پای او د اوربند غوښتنې کړې وې، خو حکومت اوطالبانو تر اوسه پر اوربند نه دي توانېدلي.
که څه هم له تېرو څو مياشتو دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو تحريک ترمنځ د سولې خبرې پيل شوې وې، خو ورسره په هېواد کې جګړې هم زور اخېستی دی.
وروستي