روهي (دوه نۍ/۱۰ د لېندۍ)، په دې وروستیو څو مياشتو کې هېواد د جګړې او تاوتريخوالي د نورو بڼو وراېخوا، د نښلونکو او مقناطيسي ماينونو پېښې هم ډېرې شوې دي. نېږدې هر ورځ په منځني ډول نښلونکي ماينونه کابل کې الوځول کيږي چې د ځينو مشهور او سياسي څېرو په شمول ولسي وګړي هم په کې وژل کيږي.
د جګړې روان وضعيت ته په کتو حکومت او امنيتي مسوولين ډېر ځلې د دغه پېښو مسووليت د طالبانو په غاړه اچوي او ځيني وخت په خپله طالبان هم د ځينو نښلونکو ماينونو د چاودنې مسووليت په غاړه اخلي. ځيني وخت بيا طالبان د بريد مسووليت ردوي، د داعش په شمول کومه بله د حکومت وسله واله مخالفه ډله د بريد په اړه څه نه وي او تر سره کوونکي يې پټ پاتې کيږي.
د ولس سره هم دا پوښتنه ژوره ده، چې کله د منقاطيسي ماينونو مسووليت طالبان په غاړه نه اخلي، داعش او نور پرې چوپ وي، نو دا کار څوګ کوي او ولې یې کوي؟
ځيني په دې باور دي چې د حکومت سياسي مخالفين او په ځانګړي ډول د ولسمشر محمد اشرف غني سياسي مخالفين چې په ځينو لارو د حکومت برخه ده او يا هم له حکومته بهر پاتې دي، دا کار کوي او موخه یې ورڅخه دا ده چې له دې لارو د ولسمشر محمد اشرف غني حکومت کمزوری کړي او دی اړ کړي چې يا له واکه لاس په سر شي او يا هم دوی پرې د خپلو ګټو اغېز ولري.
د ولسمشر محمد اشرف غني حکومت د ولسمشريزو ټاکنو د پايلو له اعلانه کړکېچن شو، چې ځينو یې اوس هم مشروعيت نه مني او يا هم دا وړانديز کوي چې دا حکومت بايد بدل او پر ځای یې لنډمهاله حکومت جوړ شي. ځيني بيا د سياسي هوکړو له لارو حکومت ته دننه شول، خو په خپله د ولسمشر محمد اشرف غني له سياست او شتون سره سخت مخالفتونه لري او د نظام د لړزېدو هڅې کوي.
له بلې خوا، له یوې مياشتې ډېر وخت کيږي، چې ولسمشر محمد اشرف غني په لنډمهاله ډول د کابل امنيتي مسووليت خپل لومړي مرستيال امرالله صالح ته سپارلی دی. امرالله صالح هم په ژورو بدلونو پسې راخېستې ده او ځيني لوړپوړي او مشهور کسان يې مخالفت کې درېدلي دي. د امرالله صالح کړنې او څرګندونې په دې وروستيو کې د ولسي جرګې د غړو سخت غبرګونونو سره مخ شوې. تر دې چې تیره اوونۍ ولسي جرګې د حکومت نوماند وزيرانو ته د امرالله صالح د څرګندونو په غبرګون کې اجازه ورنه کړه، چې ولسي جرګې ته ورشي او خپلې برنامې وړاندې کړي.
شنونکي په دې اند دي، چې ښايي يو شمېر زورواکي او خپلسري په لويه کې د حکومت او په ځانګړي ډول د امر الله صالح د ماموريت ناکامولو لپاره د مقناطیسي ماینونو له خونړي سياست کار واخلي. تر ډېره دا د امنیتي او کشفي ادارو کار دې چې د مقناطیسي ماینونو اصلي تر سره کوونکي پيدا او پېژني، خو دا به هم لېرې نه وي چې د کابل دننه يو شمېر کړۍ خپلو موخو ته د رسېدو لپاره له دې ډول کړنو کټه واخلي.
پايله کې ویلی شو، چې د جګړې په دې ګرم تنور او ميدان مختلفې ډلې او کسان په مختلفو نومونو او لارو په جرمي کړنو لاس پوري کوي. هغه کسان چې په تېر کې يې هم خونړۍ چارې تر سره کړې، اوس هم ترې دا تمه کېدای شي چې په بېلابېلو طريقو د خپلو موخو لپاره ولس قرباني کړي. که چېرې حکومت په خپل مسووليت کې رېښتنی وي، نو بايد د دغه ډول پېښو عمق پيدا او له ولس سره يې شريک کړي.
وروستي