روهي (دوه نۍ/ ۱۰ د لیندۍ)، د هرات ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت د شاتو د تولید سږنی کچه ۲۰۰مټریک ټنو ته ورسېده.
د هرات ولایت د کرنیزو چارو امر بشیر احمد وویل، چې د هرات ولایت په کچه د شاتو مچیو ۵۹۳ فارمونه فعالیت لري، چې له یادو فارمونو څخه سږکال ۲۰۰ مټریک شات تولید شوي دي.
نوموړي زیاته کړه، چې په دې ولایت کې کال تر بلې د شاتو مچیو روزنې فارمونه زیاتیږي او ددې ولایت د ښار مرکز او د انجیل، ګذرې، کرخ، رباط سنګي، غوریان، اردسکن، پشتون زرغون، اوبه، چشت شریف، شینډنډ او ګلران ولسوالیو کې تر نور ډېر شات تولید شوي دي.
د هرات په ولایت کې له دوو لارو شات ترلاسه کیږي، غرنۍ شات او د فارمونو شات، غرنۍ شات غوره کیفیت او مناسبه بیه لري او په کورنیو بازارونو کې یو کلیو شات له ۷۰۰ تر زرو افغانیو خرڅیږي.
وروستي