کابل پولیسو د حرفوي غلو دوه ډلې نیولې دي

روهي (دوه نۍ/ ۱۰ د لیندۍ)، امنیتي مسؤلین وايي، چې د کابل پولیسو منسوبینو د "امنیتي میثاق" پر بنسټ د دوه بېلو عملیاتو په پایله کې د حرفوي غلو دوه ډلې چې په کابل ښار کې یې په ګڼو وسله والو غلاو کې لاس درلود، نیولې دي.

چارواکي زیاتوي، چې د یادو ډلو له منځه؛ د غلو یوه درې کسیزه ډله چې د کابل ښار د شپږمې او دیارلسمې امنیتي حوزو په اړوند سیمو کې یې په جرمي قضیو په تېره بیا د کورونو په لوټولو کې لاس درلود، د شپږمې امنیتي حوزې په اړوند "مسلم قلعه" سیمه کې له یوې قبضې تفنګچې سره نیول شوې ده.

همدا راز؛ د کابل ښار د لومړۍ امنیتي حوزې په اړوند "بارانه" کوڅه سیمه کې هم د موبایل د حرفوي غلو دوه کسیزه ډله له ۳۷ سیټه موبایلونو سره یو ځای نیول شوې او یادو کسانو د غلا په ګڼو قضیو کې لاس لرل منلي دي.